د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لورې د امریکاغږ او ازادۍ رادیو د خپرونو بندول وغندل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم د طالبانو له لورې د امریکاغږ او ازادۍ رادیو د خپرونو بندول وغندل.

نیډ پرایس وویل چې: «متحده ایالات په ټوله نړۍ کې خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي د حق ملاتړ کوي. د طالبانو لخوا په افغانستان کې د امریکاغږ او ازادې اروپا/ازادۍ رادیو د خپرونو بندول [د طالبانو] د ظالمانه اقداماتو په اوږده لیست کې د یو بل اقدام اضافه کیدل دي. د افغانستان خلک آزادو خبرونو ته د لاسرسي حق لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تام ویسټ هم په خپل ټویټر باندې د طالبانو له خوا د امریکاغږ او ازادۍ رادیو د خپرونو بندول غندلي او ویلي یې دي چې افغانان خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي حق لري.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د طالبانو له لورې دننه په افغانستان کې د امریکاغږ د منځنیو او ایف ایم پر څپو د خپرونو بندول په کلکه وغندل او ویې ویل چې: "دا هغه ډله ده چې وايي دوی د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره مشروعیت او عادي دپلوماټیکې اړیکې غواړي. ښه، یو له هغو شیانو څخه چې موږ یې د سوله ایزو مظاهرو سربیره دفاع کوو د مطبوعاتو ازادي او اطلاعاتو او خبرونو ته د خلکو ثابت او د باور وړ لاس رسی دی."

ښاغلي کربي زیاته کړه چې: "مو ږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د اتباعو له حقونو څخه دفاع ته دوام ورکړو، څو هغوی رسنیو او خبرونو ته لاسرسی ولري".

ښاغلي کربي وویل، د طالبانو کړنې د دوی له څرګندونو سره مخالفې دي او "موږ وینو چې زده کړو ته یې د نجونو لاسرسی قطع کړی او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د مدني او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو شاهدان یو".

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل: "که طالبان واقعاً په رسمیت پېژندل غواړي او مشروعیت ولري، هغوی باید له قانوني لارو عمل وکړي."

طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، ښځې د یو څو دفترونو په استثنا په دولتي ادارو کې له کار کولو منعې شوې، منځني او عالي ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د شرعي محرم پرته سفر ونکړي. ددې تر څنګ طالبانو پر مدني فعالانو، د ټولنیزو شبکو په کارونکو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې محدودیتونه وضع کړي او پدې هیواد کې په سلګونو رسنۍ د طالبانو له خوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي.

د افغانستان په مطبوعاتو باندې د طالبلنو د محدودیتونو په نتیجه کې کاناډا او هالنډ په ګډه د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف (MFC) د رئیسانو په توګه د نومبر په ۱۸ مه (لړم ۲۷) اعلان وکړ چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغو شو. د ائتلاف ګډو مشرانو ویلي، دغه اقدام یې د ټولو غړو په مشوره او د ائتلاف له غوښتنو سره سم کړی دی.

ددې ايتلاف په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت له بده مرغه نور د نړيوالې ټولنې د ژمنو سره مطابقت نلري. په حقيقت کې اوسنی حالت د جدي اندېښنې وړ دی."

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه وخت د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو، چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت د رسنیو د ازادۍ په برخه کې نړیوالې ژمنې ته متعهد شو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بې ساري زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو له ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان هم ویلي چې د دوی موندنې ښيي چې په تېر کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، ۵۴۷ رسنۍ موجودې وې، خو اوس مهال په هېواد کې یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالې دي.

د رسنيو د ازادۍ او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوام په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې تر دې مخکې د افغانستان د خبريالانو مرکز په يو راپور کې ويلي و، چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې د خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو سره د تاوتريخوالي ٢٤٥ پېښې شوي دي چې په کې نیول، وهل ټکول، تهدیدونه او ټپي کیدل شامل دي.

مخکې له دې چې دغه بندیز ولګول شي، د امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان له دننه څخه د ورځې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ۱۵ ایف ایم څپو او دوه منځنیو څپو له لارې شپږ ساعته په دري او شپږ ساعته په پښتو خپرونې کولې. دغه رسنۍ په بېلابېلو خپرونو سره د افغان ولس غږ د هغو مسايلو په اړه نړۍ ته رسوي چې په کورنيو رسنيو کې د طالبانو له خوا سانسور شوی دی.

د امریکا غږ آشنا راډیو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري د رامنځته شوې ستونزې څخه ژغورل شوی او اوس خپلې راډیویي خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپې وړاندې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG