د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز والي افغانستان کې د ایراني سپاه عملیات نه تاییدوي


افغانستان د نیمروز ولایت په اوږدو کې د ایران سره ۲۳۶ کیلو مټره سرحد لري.
افغانستان د نیمروز ولایت په اوږدو کې د ایران سره ۲۳۶ کیلو مټره سرحد لري.

د نیمروز والي محمد سیمع تسل د افغانستان په خاوره کې د یو ایراني انجینر د ژغورلو لپاره د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د عملیاتو په هکله د ایران پوځي چارواکو ادعا بې اساسه بللې ده.

د نیمروز والي محمد سیمع تسل، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د ایران سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو د قدس د مرکز د قوماندان محمد ماراني له قوله په ایراني رسنیو کې د یو ایراني انجینر د ژغورنې د عملیاتو په اړه خپور شوی خبر یواړخیز بللی او د ښاغلي ماراني ادعا یې په کلکه رد کړې ده.

ښاغلي تسل وویل " دا خیر یواړخیز دی، چې پخپله ایرانیانو خپور کړی، دا چې څه هدف لري هغه یې خپل کار دی، خو زه د نیمروز د لومړۍ کچې د مسول په توګه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې دا ډول کومه واقعه نه شوې او هم چا ته د دې اجازه هم نه ورکوو او زمونږ امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول سرحدي ځواکونه دومره هم کمزوري نه دي چې یو څوک زمونږ خاورې ته راننوځي او عملیات وکړي. مونږ هغو ته چې زمونږ پرخاوره تیری وکړي غاښ ماتونکی ځواب ورکوو".

د یکشنبې په ورځ د "تسنیم" په نوم یوایراني خبري آژانس د ایران سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو د قدس د مرکز قوماندان محمد ماراني له قوله ویلي چې ایراني امنیتي ځواکونو د حسین حاج ملک په نوم یو ایرانی انجینر چې د دغه آژانس د خبر له مخې د سپاه پاسداران ځواکونو سره یې د قراردادي په توګه کار کوه، د افغانستان د نیمروز د ولایت په یوه سرحدي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښوونکو له منګلو ژغورلی دی.

محمد ماراني ویلي، چې دا ایرانی انجینر ۱۶ ورځې وړاندې د ایران د هامون او زابل ولایتونو د لارې په اوږدو کې سړي تښوونکو تښتولی وو.

ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې پنځه بهرني سړي تښوونکي هم نیولي او د پلټنو لپاره ایران ته له ځان سره وړي دي.

د نیمروز ولایتي چارواکي وايي، ایران د افغانستان سره د خپل سرحد په اوږدو کې ماینونه ښخ کړي چې له امله د سرحد یوې خوا څخه بلې خوا ته تګ راتګ تقریبآ ناممکن کړی دی.

افغانستان د نیمروز ولایت په اوږدو کې د ایران سره ۲۳۶ کیلو مټره سرحد لري.

XS
SM
MD
LG