د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: په رفح کې د اسرائیل هوایي برید 'خواشینوونکې سهوه' وه


د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کم د اسرائیل له هوايي برید وروسته وضعیت
د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کم د اسرائیل له هوايي برید وروسته وضعیت

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې هوایي برید چې د حماس وسله وال پکې په نښه شوي و خو ۴۵ ملکي وګړي پکې ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ټپي شول، "خواشینوونکي سهوه" وه.

د اسرائیل مشر پارلمان ته په وینا کې وویل چې پدې هوایي برید کې د حماس دوه جګپوړي وسله وال وژل شوي خو د ملکیانو وژل کیدل یې هم ومنل.

هغه وویل، " زمونږ تر ټولو غوره هلو ځلو سر بیره چې نغواړو هغوي زیانمن شي چې پدې شخړې کې لاس نلري، له بده مرغه تیره شپه یوه ویرجنه اشتبا پیښه شوه."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د اسرائیل دا برید غندلی او د امنیت شورا عاجله غونډه یې راغوښتې ده.

ښاغلي ګوتریش ویلي چې په غزې کې هیڅ خوندي ځای نشته. د ملګرو ملتونو یو شمیر نورو چارواکو بیا د دې پیښې په هکله د پراخو پلټنو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر د اسرائیل دا هوایي برید غندلی او په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید څخه وروسته د کډوالو له کمپ څخه تر لاسه شوي انځورونه "ډاروونکي" دي.

ولکر ترک ویلي د دې برید څخه څرګندیږي چې د اسرائیل پوځ د جګړې په میتود او وسلو کې بدلون ندی راوستی چې وار د مخه پکې ډیر شمیر ملکیان وژل شویدي.

سره له دې چې د اسرائیل پوځ ویلي د دې برید په هکله پلټنې کوي خو د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي وویل پداسې سیمې د برید کولو پریکړې کولو څخه چې ګڼ شمیر ملکیان پکې ژوند کوي، په ښکاره توګه معلومیږي چې ډیرو ملکیانو ته به مرګ ژوبله پکې اوړي.

ښاغلي تُرک په اسرائیل غږ کړی چې په رفح کې د عملیاتو بندولو لپاره دې د عدالت نړیوړالې محکمې حکم ومني.

د ملګرو ملتونو تر څنګ د اروپایي اتحادیې شوار مشرا چارلز میچل هم دا برید "ناوړه" وباله او په رفح ښارګوټي کې د اسرائیل د تعرضي عملیاتو بندیدو غوښتنه یې وکړله.

ښاغلي میچل د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په رفح کې د بې ځایه شویو ملکي فلسطینیانو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته.

په عین حال کې په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا بیا ویلي چې په رفح کې د اسرائیل هوایي برید څخه تر لاسه شوي انځورنه "زړه ماتوونکي" دي.

سره لدې چې دې شورا ویلي د اسرائیل په هوایي برید کې د حماس دوه جګپوړي غړي وژل شوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې اسرائیل باید د ملکیانو خوندیتوب لپاره د هر احتیاط څخه کار واخلي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بیا ویلي چې د اسرائیل له صدراعظم سره د حساب او کتاب کولو لپاره د "هر کار چې ممکن" وي، وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل" د دغو وحشیانو او قاتلانو سره، چې له انسانیت سره هېڅ ربط نه لري، د حساب او کتاب لپاره هر هغه څه چې ممکن وي، وکړو"

له دغه برید وروسته د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په غزه کې وضعیت "د ځمکې په سر دوزخ" یاد کړی.

دغې ادارې ویلي دي په هغو کورنیو باندې، چې لا هم پناه لټوي، بریدونه "وحشتناک" دي. وايي چې د اسرائیل په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسرائیل دا برید ښایي په غزې کې د اوربند کیدو لپاره روانې خبرې اترې پییچلې کاندي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون بیا د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د اسرائیل پدې هوایي برید په "غضب شوی" او د بندیدو غوښتنه یې کړې.

ښاغلي مکرون هم ویلي چې په رفح کې د ملکي فلسطینیانو لپاره د پټیدو هیڅ خوندی ځای نشته.

په غزې کې صحي مقامات وايي په دې سره د اسرائیل په پيل شویو عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیان شمېر ۳۶۰۵۰ ته ورسېده. دوی وايي چې د زخمیانو شمېر ۸۱زرو ته رسېدلی.

اسرائیل له هغه وروسته په غزې کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG