د لاس رسي وړ اتصالات

رفح کې د اسرائیل عملیاتو بندولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې حکم نړیوال غبرګونونه زیږولي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې په یو حکم کې ویلي چې اسرائیل باید "په سمدستي توګه خپل پوځي عملیات او بل هر ډول هغه کړنه ودروي، چې ممکن په غزه کې د فلسطیني وګړو د ژوند شرایطو ته زیان ورسوي چې کیدای شي د بشپړ یا د یوې برخې د فزیکي ویجاړۍ سبب شي."

محکمې اسرائیل ته همداشان امر کړی چې غزې ته د بشري مرستو د "بې خنډه" چمتو کولو لپاره د رفح لاره خلاصه وساتي.

سره لدې چې د محکمې دا حکم په غزې کې جګړې بندولو لپاره په اسرائیل فشارونه زیاتوي خو ها خوا بیا اسرائیل ددې حکم صادریدو څخه وروسته د جمعې په ورځ وویل چې عمل به پرې ونکړي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتناهو دفتر او د بهرنیو چارو وزارت په ګډې اعلامیې کې د عدالت نړیوالې محکمې دا حکم غندلی او دا تورونه چې د جنوبي افریقا لخوا په اسرائیل لګیدلي، "ناسم، کرکجن او تیري کوونکي" بللي دي.

د اسرائیل د جګړې کابینې یو مهم غړي بني ګانتز بیا ویلي چې د دې هیواد پوځ به تر هغې په غزې کې د حماس پر ضد جګړه کوي تر څو یې ټول برمته شوي کسان "په خوندي توګه" نه وې راخوشې کړي.

ګانتز د اسرائیلي مطبوعاتو سره په مرکې کې ویلي، "مونږ به په رفح او هر ځای کې چې عملیات کوو، د نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړو تر څو ملکیانو ته د زیان مخه ونیول شي – دا کار د هاګ محکمې په خاطر نه بلکې لدې کبله کوو چې وښیو مونږ په لومړي سر کې څوک یو".

د اسرائیل د حکومت یو ویاند هم د محکمې تر حکم وروسته ویلي چې د" نړۍ پر مخ هیڅ قدرت به د خپلو اتباعو خوندیتوب لپاره د اسرائیل مخه ونشي نیولی".

خو د اسرائیل څه د باندې نظر دا دی چې د عدالت نړیوالې محکمې دا حکم ښایي د اسرائیل په ډیر نږدو ملاتړ کوونکو او متحدینو فشار راوړي.

د نړیوال کړکیچ په څیړنیز مرکز کې مبصر رچارډ ګوان د جمعې په امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د عدالت نړیوالې محکمې دا حکم ښایي متحده ایالاتو ته چې د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد دی، اجازه ورکړي چې په اسرائیل فشار ډیر کړي او اسرائیل به غزې ته د نورو مرستو لیږد ته اجازه ورکړي. خو ښاغلي ګوان دا هم وویل چې اسرائیل تر دې وړاندې هم د عدالت نړیوالې محکمې حکمونه له پامه غورځولي.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزارت بیا دا حکم ستایلی.

د دې هیواد د نړیوالو اړیکو او همکارۍ ریاست مشر زان ډانګور په یوې اعلامیې کې ویلي چې د محکمې دا حکم "په حقیقت کې د اوربند غوښتنه ده" او زیاته یې کړه چې دا حکم د غزې په جګړې کې مهم اړخ (اسرائیل) ته امر کوي چې د فلسطین ولس په خلاف تیری بند کړي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د محکمې پریکړه ستایلې.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوې اعلامیې کې ویلي چې د عدالت نړیوالې محکمې یو ځل بیا د اسرائیل "جنګي جنایت" بربنډ کړ او زیاته کړې یې ده چې د اسرائیل حکومت "نړیوال قانون ته په سپکه ګوري او د محکمو حکمونه نه مني".

په عین حال کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي چې د عدالت نړیوالې محکمې تر حکم وروسته دا اتحادیه باید د دې حکم څخه وروسته خپل دریځ او ځواب روښانه کړي.

ښاغلي بوریل ويلي، " زمونږ دریځ به څه وي؟ مونږ باید د اسرائیل او قانون د حاکمیت نړیوالو اداروو د ملاتړ تر منځ یو یې انتخاب کړو".

د فلسطیني ادارې ویاند نبیل ابو ردینه د عدالت نړیوالې محکمې پریکړه ستایلې او ویلي چې دا په غزې کې جګړې بندولو لپاره د نړیوالې اجماع استازیتوب کوي.

د حماس ډلې هم په یوې اعلامیې کې پداسې حال کې چې د عدالت نړیوالې محکمې پریکړې ستاینه کړې ویلي یې دي چې دې محکمې د دې یادونه نده کړې چې د غزې په نورو برخو کې هم د اسرائیل بریدونه روان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG