د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ د فوټبال د نړیوال جام په لړ کې امریکا ته ماته ورکړه


د هالنډ د فوټبال ملي لوبدلي د شنبې په ورځ ډسمبر دریمه (لیندۍ ۱۲) په قطر کې د فوتبال د نړیوال جام سیالیو په یو پر شپاړسم پړاو کې د متحدو ایالتونو لوبډلې ته درې د یو په مقابل کې ماته ورکړه.

د هالنډ ټیم په دې بریا سره وکړای شول چې د نړیوال جام کواټر فاینل ته لار پیدا کړي او بل پړاو ته د تګ په اړه د متحدو ایالتونو د‌ ټیم خوبونو ته د پای ټکی کیږدي.

د هالنډ لوبډله به ددغو سیالیو په بل پړاو کې د نن ورځې د بلې لوبې له ګټونکي ارجنټاین او یا هم له آسترالیا سره مخ شي.

په دې لوبه کې د هالنډ ګولونه چې د قطر خلیفه نړیوال ستډیوم کې ترسره شوه، ممفس ډپای د لوبې په ۱۰ دقیقه، ډالي بلیند د لوبې په ۴۶ او دینزیل دمفرایز د لوبې په ۸۱ دقیقه کې ووهل.

د متحدو ایالتونو د لوبډلې لپاره بیا د نن ورځې د لوبې یوازنې ګول هاجی رایټ د لوبې په ۷۶ دقیقه کې وواهه.

د هالنډ ټیم له دې مخکې درې ځله د فوټبال د نړیوالو فاینل ته وتلی خو هیڅ ځل د نړۍ ددغه ستر ورزشي ټورنمنټ په ګټولو بریالی شوی ندی.

د هالنډ او متحدو ایالتونو ترمنځ لوبه ډیره په زړه پورې وه او دواړو لوبډلو وکړای شول چې د لوبې په لړ کې ډیر چانسونه رامنځ ته کړي.

د نن ورځې بله لوبه د ارجنټاین او آسترالیا د لوبډلو ترمنځ ده. ټاکل شوېده سبا د یکشنبې په ورځ د فوټبال نړیوال جام لوبو په لړ کې فرانسه له پولنډ او انګلندډ له سینیګال سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG