د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ کې محکمې یو کس په لومړي ځل د 'جنسي غلا' په تور محکوم کړ 


هالنډ کې یوه محکمه
هالنډ کې یوه محکمه

په هالنډ کې یوې محکمې یو کس په دې خاطر په تعلیقي حبس محکوم کړی چې د «جنسي اړیکې په مهال یې کانډوم» له خپلې تناسلې الې څخه لېرې کړی و.

محکمې دا کار «جنسي غلا» بللی دی خو محکوم کس جنسي تېری کوونکی نه دی ګڼل شوی.

دا په هالنډ کې د خپل ډول لومړۍ محکمه بلل کېږي چې د «روتردم» په ښار کې وشوه.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي دي چې محکوم کس د «جنسي رابطې په مهال، مقابل لوري [ښځې] ته نه وو ویلي چې کانډوم له خپلې تناسلې الې څخه لېرې کوي. ښځې په وار وار ویلي‌ وو چې له کانډوم پرته جنسي رابطه نه ټېنګوي.»

محکمې ویلي‌ دي چې دغه ۲۸ کلن دی دا ښځه د جنسي ناروغیو او نا غوښتل شوي حمل له ستونزو سره مخامخ کړه. خو قاضیانو وویل دا ځکه جنسي تېری نه دی چې دواړو په خپله خوښه جنسي اړیکه ټېنګه کړې ده.

محکمې دغه کس په دریو میاشتې تعلیقي بند محکوم او ۱۰۰۰ پونډه جریمه کړ دی.

فرانس پرس وايي چې د هالنډ په قانون کې دا ډول «جنسي غلا ته» کومه مشخصه سزا نه ده ټاکل شوې او دا د خپل ډول لومړۍ قضیه وه چې محکمې یې په اړه پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG