د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک کې د نیوزیلنډ په جوماتونو د برید "په مستقیمو خپرونو" انتقادونه


وروسته له هغې چې د نیوزیلنډ په جوماتونو باندې یو بریدگر د خپلې حملې جریان په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپور کړ، پر دغې ټولنیزې رسنۍ باندې سخت انتقادونه وشول.

د استرالیا صدراعظم اسکات موریسن، یو له دغو انتقاد کوونکو څخه دی چې د ٢٠ هیوادونو ډلې ته یې په یو لیک کې پدې ټینگار کړی دی چې که له ټولنیزو رسنیو څخه د "ترهگریزو اعمالو" د تنظیم د وسیلې په توگه استفاده کیږي، باید ددغه بنسټ په وړاندې چلند وشي.

استرالیایي ٢٨ کلن بریدگر د جمعې په ورځ په نیوزیلنډ کې پر لمونځ کوونکو حمله وکړه او د خپلې حملې جریان یې د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

د فیسبوک مسؤلینو ددغو نیوکو په غبرگون کې ویلي دي چې ددغې ټولنیزې رسنۍ هیڅ یو کارونکي ددغو ژوندیو خپرونو د محتوا په اړه فیسبوک ته "خبر" ندی ورکړی. سره له دې چې د فیسبوک د شرکت مرستیال کریس سندربای، ویلي دي چې د پولیسو له اطلاع وروسته یې هغه ژوندۍ خپره شوې ویدیو په څو دقیقو کې لېرې کړه.

د ښاغلي سندربای په وینا وروسته له هغې هم فیسبوک ١،٥ میلیون ویدیوگانې چې له پیښې څخه ٢۴ ساعته وروسته خپرې شوی وې له فیسبوک نه پاکې کړې. پدې برید کې ٥٠ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپیان شوي دي.

"شهرت طلبي"

پدې ترڅ کې د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردرن ویلي دي چې بریدگر شخص ددې برید د نورو اهدافو تر څنگ د مشهوریدو نیت هم درلود، په همدې دلیل یې میرمن اردرن ویلي چې په خپلې وینا کې به د هغه نوم وانخلي.

میرمن اردرن چې د نیوزیلنډ په پارلمان کې یې خبرې کولې وویل "زه له تاسې هیله کوم چې د هغو کسانو نومونه یاد نکړئ چې (پدغه برید کې) یې ژوند بایللی دی او نه د هغه چا نوم واخلئ چې د هغوی ژوند یې اخیستی دی."

د نیوزیلنډ صدراعظمې زیاته کړه چې "هغه یو ترهگر دی. هغه یو جنایتکار دی. هغه یو افراطي دی. خو هر کله چې په اړه خبرې کوو هغه به یو بې نومه شخص وي."

XS
SM
MD
LG