د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر په جیزه اهرام کې دننه د یوې پټې خونې کشف


نهه متره دهلیز چې د خوفو اهرام دننه کشف شوی دی
نهه متره دهلیز چې د خوفو اهرام دننه کشف شوی دی

مصري ساینس پوهانو د جیزه د لوی اهرام اصلي دروازې ته نږدې نهه متره پټه خونه کشف کړې ده.

د دې نهه متره پټې خونې کشف د یوې تحقیقاتي پروژې یوه برخه ده چې د "غیر بریدګرۍ تکنالوژۍ" څخه په کار اخیستلو سره د مصر لرغوني او له رازونو ډک جوړښتونه له زیان پرته ارزوي.

دا کشف د خوفو په لوی اهرام کې دننه چې د فرعون خفو مقبره ده، شوې دی. فرعون خفو د میلاد څخه دمخه له ۲۵۰۹ څخه تر ۲۴۸۳ پورې پاچاهي کوله.


د جیزه ستر اهرام د فرعون خفو د کورنۍ د څلورمې سلسلې له خوا جوړ شو او د هغه مقبره ده، او له همدې امله دې ودانۍ ته د خفو اهرام هم ویل کېږي.

دا ودانۍ چې د نړۍ یو له عجایبو څخه ګڼل کیږي شاوخوا ۴۵۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده. له همدې امله، په کې یو خورا کوچنی نوې کشف ځانته ډیره علاقه او پاملرنه راجلبوي.

د لرغونو اثارو مسولین ددې پتې خونې څخه د استفادې د څرنګوالي په اړه نه پوهیږي. په ۲۰۱۷ کې، د همدې اهرام دننه یوه بله خونه موندل شوې وه.


د جیزه لوی اهرام د نړۍ د اوو لرغونو عجایبو څخه یوازینی لرغونی اثر دی چې لاهم ولاړ دی.

مصر د زياتو سيلانيانو د راجلبولو لپاره، تل هڅه کړې چې په وروستيو کلونو کې خپل لرغوني آثار ترویج کړي.

د ګرځندوی صنعت چې د مصر د عاید له مهمو سرچینو څخه دی، په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ له پرزیدو وروسته د سیاسي ګډوډیو او تاوتریخوالو او په دې وروستیو کې د کرونا ویروس له امله سخت اغېزمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG