د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د ملکه ثریا روغتون پرانیستل شو


په هلمند کې د ملکه ثريا په نوم د مور او ماشوم پنځوس بستریز روغتون چې د لښکرګاه ښار په دوهمه ناحیه کې جوړ شوی نن یکشنبه د زمرې په ۲۷ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

‎‎د مور او ماشوم دغه روغتون چې د عامې روغتيا وزارت د ۳۷۸۰۰۰۰ ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی، ساختماني چاري یې په ۱۳۹۱ کال کې پیل او په ۱۳۹۷ کال کې بشپړې شوې، او تخنیکي چارې یې د بودیجې د نه شتون له وجهې له یو کال ځنډ وروسته پيل او ګټي‌اخيستني‌ته چمتو شو.

‎‌د عامي روغتیا مسؤلین وايي چې یاد روغتون کې ټول هغه امکانات موجود دي چې ميندي او ماشومان ورته اړتيا لري چې تر ډيره به د زيږون اړوند ناروغيو تداوي او د ميندو او ماشومانو د مرګونو شمیر به ۶۰ سلنه کم کړي.

‎د عامې روغتیا رئیس، عبدالاحد حازم د دغه روغتون په پرانیستغونډه کې وویل چې په ګرشک، ګرمسیر او نادعلي ولسواليو کې به ددې روغتون په څېر درې نور پنځوس بستریز روغتونونه جوړ شي چې د شمالي، مرکزي او جنوبي برخو ناروغان به د تداوی له پاره دغو روغتونونو ته ځي.

‎ښاغلي حازم زیاته کړه چې ددې ترڅنګ، د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د دیرش کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوي دي.

‎چې په دې سره به تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده د ولسواليو روغتیايي ستونزې حل شي.

د عامې روغتیا مسؤلین وایې چې په ټولو کلينيکونو کې یې د ميندو او ماشومانو دپاره يوه برخه ځانګړې کړې ده چې هر مياشت ميندې او ماشومان یې د روغتيا د ارزونې له پاره به راغوښتل کيږي.

‫دم ګړی په دې ولايت کې د بُست روغتون او ملکه ثريا نوي پرانستل شوي روغتون سربېره په مرکز او ولسواليو کې ۷۸ کلينيکونه فعاليت کوي.

دروغتيايي مسؤلينو په وينا په نږدې راتلونکې کې به ۳۰ نور روغتيايي کلينيکونه به ددې ولایت به ولسواليو کې فعال شي.

XS
SM
MD
LG