د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د پاکستان په مرسته جوړ شوی روغتون پرانیستل شو


د نائب امین الله خان لوګري ۱۰۰ بستریز روغتون د تروما، جراحۍ، عاجل، داخله، نسایي او ولادي او ماشومانو د درملنې لپاره جلا څانګې لري
د نائب امین الله خان لوګري ۱۰۰ بستریز روغتون د تروما، جراحۍ، عاجل، داخله، نسایي او ولادي او ماشومانو د درملنې لپاره جلا څانګې لري

د نائب امین الله خان لوګري روغتون، چې د تهداب ډبره یې لس کاله وړاندې د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې ایښودل شوې وه، تیره ورځ ( زمري دوییمه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ناروغانو د درملنې لپاره پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیرډاکټر فیروزالدین فیروز سربیره د پاکستان د پارلماني چارو وزیر شهریار افریدي هم برخه اخیستې وه.

د نائب امین الله خان سل بستریز روغتون د پاکستان د حکومت د ۱۸ میلیونو ډالرو په مرسته په اساسي ډول په پرمختللو طبي وسایلو مجهز روغتون دی،چې د عامې روغتیا د وزارت د چارواکو د وینا له مخې به نه یوازې د لوګر ولایت بلکې د کابل ولایت په ګډون شاوخوا ولایتونو اوسیدونکو ته هم روغتیایي خدمتونه وړاندې کړی شي.

اوس مهال دا روغتون د تروما، جراحۍ، عاجل، داخله، نسایي او ولادي او ماشومانو د درملنې لپاره جلا څانګې لري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د روغتون د پرانیستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې افغان حکومت د پاکستان د دغسې مرستو هرکلی او ورڅخه مننه کوي.

ښاغلي فیروز وویل " د دې روغتون د تهداب ډبره لس کاله وړاندې ایښودل شوې وه، چې د پیښو شوو ستونزو له امله یې کار دریدلی وو، د ملي یووالي د حکومت د هڅو په پایله کې کار پرې بیا پیل او د نیکه مرغه نن ګټې اخیستنې ته چمتو شو".

په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر شهریار خان افریدي د روغتون د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دغه روغتون پرانیستل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي شهریار خان وویل، چې پاکستان په پام کې لري، چې تر څلور سوو پورې افغان ډاکټرانو ته د تخصص په برخه کې هم روزنه ورکړي.

د نائب امین الله خان لوګري د روغتون د جوړیدو دمخه پاکستان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم دوه عصري روغتونه جوړ کړي دي.

په کابل کې د محمد علي جناح روغتون په دشت برچي سیمه کې د ۲۴ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په۳۱ مه ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال هم په کې ګډون کړی وو پرانیستل شو

په کابل کې د جناح روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې د پاکستان د پارلماني چارو پخواني وزیر ښاغلي علي محمد خان ګډون کړی وو.

پاکستان حکومت وايي په تیرو اتلس کلونو کې یې د افغانستان د بیا رغونۍ بهیر سره شاوخوا یو ملیارد امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG