د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نژدې ۱۰زره کسان په کرونا اخته شوي او ۲۱۶ مړه دي


د روغتیا وزارت مرستیال وویل که خلک روغتیايي لارښوونې مراعت نه کړي، مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.
د روغتیا وزارت مرستیال وویل که خلک روغتیايي لارښوونې مراعت نه کړي، مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له کبله تر دې ۲۱۶ کسان مړه شوي‌ ۹۹۹۸ نور په دغه ویروس اخته دي.

د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۷۸۲ تازه مثبتو پېښو د ثبتولو خبر ورکړ چې دا په افغانستان کې د ویروس له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ او شپه کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د شنبې په ورځ د مې په ۲۳مه (غبرګولي درېیمه) خبریالانو ته وویل چې په دې موده کې ۱۵۲۷ مشکوک سمپلونه معاینه شوي او نتیجه یې ښيي چې په یوه ورځ او شپه کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي مجروح وویل: "په دې سره موږ په افغانستان کې ۹۹۹۸ مثبت واقعات، ۲۱۶ فوتي واقعات او ۱۰۴۰ تنه روغ شوي واقعات لرو".

د روغتیا وزارت مرستیال په افغانستان کې ورځ تر بلې د کروناویروس د مثبتو پېښو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه وښوده او له خلکو څخه یې وغوښتل چې روغتیايي تدابیر او سپارښتنې جدي ونیسي.

هغه د دویم ځل لپاره په جدي ډول د قرنطین او ګرځبندیز پر تطبیقولو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ که چېرې داسې ونشي نو د اختر ورځې به په غم بدلې شي.

ډاکټر مجروح وویل: "یوازنۍ لاره یې دا ده چې موږ بیا په جدي ډول قرنطین ته وګرځو... په خواشینۍ سره چې زموږ خلک ناغیړي کوي او په اختر کې زموږ اندېښنه دا ده چې د مثبتو پېښو کچه به دومره لوړه شي چې نه به د تشخصیولو ظرفیت موجود وي او نه به د بستري کولو ظرفیت".

د روغتیا وزارت دا اندېښنه په داسې مهال مطرح کړې ده چې د اختر په رارسېدو سره په کابل او یو شمېر ښارونو کې د خلکو ګڼه‌ ګوڼه زیاته شوې ده.

ښاغلي مجروح وویل چې د دې وضعیت د کنټرول او قرنطین ته د بېرته ورګرځېدو لپاره یې یوه هراړخیزه طرح چمتو کړې چې ژر به یې د تطبیق چارې پیل شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم تېره ورځ له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو او پرې د اخته کېدو د مخنیوي په خاطر د اختر په ورځو کې پخپلو کورنو کې پاتې شي.

د افغانستان د حج او اقافو وزیر عبدالحکیم منیب هم له هغو افغانانو څخه چې د کرونا ویروس علایم لري وغوښتل چې د اختر لمانځه لپاره جومات ته له تګ څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ناروغ او له ناروغۍ څخه بېریدلې کسان دي د اختر لمونځ خپلو کورنو کې وکړي.

ښاغلي منیب وویل، هغه کسان چې د کرونا ویروس علایم نه لري باید د اختر لمانځه پرمهال جومات کې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف مخکنۍ سپارښتنې مراعت کړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر ورځې مې ۲۳مه (غبرګولي درېیمه) د نړۍ په کچه له ۳۳۸زروه څخه زیات کسان مړه کړي او څه باندې پنځه میلیونه او ۲۱۵زره پرې اخته شوي دي.

په همدې حال ښاغلي مجروح دغه راز وویل چې نن سهار له جنوب ختیځو ولایتونو څخه کابل ته په لاره وو چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې ورباندې وسله‌وال برید وشو، چې د چارواکو په خبره هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

هغه په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې د روغتیا د سکتور کارکوونکي بې‌طرفه دي او باید ورته زیانه ونه رسول شي.

XS
SM
MD
LG