د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۷۰۷۲ تنو ته لوړ شو


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست او بلخ کې کرونا ویروس ۳ تنه مړه کړي
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست او بلخ کې کرونا ویروس ۳ تنه مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۸ نور افغانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مې۱۸(غويي۲۹) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ تنه لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۱۶۲ په کابل، ۹۵ هرات،۳۱ بلخ،۱۵ پکتیا،۷ لوګر،۲۰ تخار،۸ میدان وردګ، ۶ بغلان،۱ لغمان، ۵ غور،۱۸ پروان،۳ کندز،۳ پنجشیر،۲ کاپیسا، ۴ پکتیکا،۴ کونړ،۱۹ خوست او ۵ په دایکندي کې ثبت شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۳ تنو او ۲۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۸۰۱ تنه ورسېد.

له یادو کسانو څخه یو تن په بلخ او دوه تنه په خوست کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی.

د کوچني اختر د سودا خیستلو په خاطر په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې له کرونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس په هیواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل چې وقایوي تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې ورځې مې ۱۸(غويي۲۹) پورې د نړۍ په کچه څه باندې۳۱۵۴۸۲ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوي دي

XS
SM
MD
LG