د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۹۱۷ تنو ته لوړ شو


د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس۵۷۵ مثبې پېښې ثبت شوي او ۱۲ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۹۷۸ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۵۷۵ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي..

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۹) ویلي چې په دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۹۱۷ تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۱۹۱ کابل، ۱۵۱ هرات، ۳۹ کندهار، ۷ پکتیا، ۲۳ ننګرهار، ۱۳ بادغیس،۵ تخار، ۲۳ لوګر، ۱۰ نیمروز،۷ میدان وردګ،۱۳ پروان، ۳ لغمان،۳۹ هلمند،۲۶ کونړ، ۱۰ غور، ۸ زابل، ۱ بدخشان او ۵په دایکندي ولایت کې ثبت شوي دي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې په درې ولایتونو کابل، هلمند او میدان وردګ کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۶۹ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۳۲۹تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۱۷۱تنو ته ورسېد.

افغان حکومت له کرونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف روانه اونۍ نوې طرحه وړاندې کړې.

د یادې طرحې په له مخې د ټول دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو تر درې نورو میاشتو پورې تمدید شوه، په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل اجباري شول، له لسو تنو څخه د زیاتو خلکو یو ځای راټولېدل منعه شول او همدرانګه یې خلکو ته خبر ورکړ چې په عامه ځایونو او کاري چاپېریال کې کرونا ضد مواد وپاشي او خپلو منځونو کې دوه متره فاصله مراعت کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن دوشنبې تر غرمې جون اتمه (غبرګولې۱۹) پورې ۴۰۲۸۹۳ کسان مړه کړي او څه باندې ۷ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG