د لاس رسي وړ اتصالات

تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې۳۴۸ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي


د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۳۴۸ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت نن شنبه جولای۴(چنګاښ۱۴) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۸۶۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۴۸ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۲۶۷۲ تنو ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۱۶۴ په کابل، ۲۸ په هرات، ۲۳ بلخ، ۴ پکتیا، ۳ ننګرهار، ۳ تخار، ۳۳ بامیان، ۷ بغلان، ۱۴ بادغیس،۱۲ نیمرزو، ۲پروان، ۲۰بدخشان، ۵میدان وردګ،۱ لغمان،۹دایکندي، ۲کونړ، ۶ هلمند،۵ پنجشېر، ۵ غور او ۲ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د هیواد په څلورو ولایتونو کابل، ننګرهار، تخار او نیمروز کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۲۶ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په اوو ولایتونو کې د یاد ویروس څخه ۱۸۳۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۹۱۶۴ تنو ته پورته شوو.

بلخوا تیره شپه په اقتصاي او پراختیايي چارو او له فقر سره د مبارزې برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر هم د کرونا ویروس له امله ساه ورکړه.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر غرمې جولای۴ (چنګاښ۱۴) پورې ۵۲۵۳۹۱کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG