د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۳۳۷ ته ورسېدې


تر دا مهاله کرونا ویروس ۲۲ ولایتونو ته غځېدلی دی
تر دا مهاله کرونا ویروس ۲۲ ولایتونو ته غځېدلی دی

د افغانستان روغتیا وزارت د هرات او کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن یکشنبه اپرېل پنځمه (وري ۱۷) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات او کابل په لابراتوارونو کې د کروناویروس ۲۱۰ مشکوک سمپلونه تشخیص شوي چې ۳۸ سمپله یې مثبت ثابت شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، د کرونا ویروس له نویو پېښو څخه ۱۰ یې هرات، ۱۰ کابل، ۸ کندهار، ۳ پکتیا، ۲ بلخ، ۲ سمنګان او په تخار، زابل او کاپیسا کې هم یوه ـ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په هرات کې په کروناویروس تازه اخته شویو کسانو کې ۷ نارینه او درې ښځې دي.

په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ددې هیواد په ۲۲ ولایتونو کې ۳۳۷ تنو نه ورسېد چې اکثریت یعنی ۲۱۴ یې په هرات او ۵۱ نوري یې په کابل کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې تر دا مهاله د یاد ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي او ۱۷ تنه بېرته ورڅخه روغ شوي دي.

هغه وویل، وروستی کس چې په تخار ولایت کې د تنفسي ناروغۍ له امله مړ شوی د کرونا ویروس معاینات یې مثبت و.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه په هرات ولایت کې ثبت شوه. روغتیا وزارت هغه مهال وویل چې په کروناویروس اخته کس د ایران له قم ښار څخه هرات ته راغلی و.

کروناویروس تر دا مهاله د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته غځېدلی دی.

«۲۱۴ هرات، ۵۱ کابل، ۱۳ کندهار، ۸ سمنګان،۶ نیمروز، ۶ فراه، ۶ بلخ،۵ لوګر،۵ پکتیا،۳ زابل، ۳ دایکندي، ۳ غزني،۲ بغلان، ۲ ننګرهار، ۲ بدخشان،۲ کاپیسا،۱ سرپل، ۱ تخار، ۱پکتیکا، ۱ بادغیس،۱ فاریاب، ۱ غور کې ثبت شوي دي.»

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د څلورو سرتېرو مثبتې پېښې په دغو ارقامو کې شاملې نه دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د نن یکشنبې تر سهار اپریل ۵ (وري ۱۷) پورې ۶۴۷۷۴ کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG