د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جولای۱۸(چنګاښ۲۸) ویلي چې په تیرو۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۹۴ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۶۰ مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۵۲۸۹ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۵۵ په کابل،۲ کندهار، ۲ نیمروز او یوه په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل ولایت کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۶۴ تنو پورته شوو.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس څخه ۷۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۳۲۸۰ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر ماسپښين جولای۱۸ (چنګاښ۲۸) پورې ۶۰۳۰۵۸ کسان مړه کړي او څه باندې۱۴ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG