د لاس رسي وړ اتصالات

تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې ۱۵۹تنه په کرونا اخته شوي او ۳۲نور مړه شوي


د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې په کرونا ویروس د ۱۵۹ نورو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ.

یاد وزارت نن جمعه جولای۱۷(چنګاښ۲۷) ویلي چې د دې ترڅنګ په څلورو ولایتونو کې ۳۲ تنه نور له کرونا ویروس څخه مړه شوي هم دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۵۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۱۵۹ یې مثبت و.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۵۲۲۹ تنو ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۱۰۹ په کابل، ۲۰ په هرات، ۴ پکتیا، ۴ تخار، ۱ ننګرهار، ۱ لوګر، ۱ پروان، ۲ لغمان، ۱ میدان وردګ،۲ کونړ، ۱۱ غور او ۳ په پنجشېر ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، هرات، لوګر او کاپيسا ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر۱۱۴۷ تنو ته پورته شوو.

همدرانګه په څلورو نورو ولایتونو کې ۳۰۶ تنه نور بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۳۲۰۸ تنو ته پورته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر ماسپښين جولای۱۷ (چنګاښ۲۷) پورې ۵۹۰۲۳۰ کسان مړه کړي او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG