د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر نژدې۳۶زرو ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۶۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۴ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت د جمعې په ورځ جولای۲۴(زمري۳) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۵۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۰ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر۳۵۹۸۸ تنو ته پورته شوو.

دغه وزارت وايي چې له یادو پېښو څخه ۷ په کابل، ۱۸ هرات، ۱ کندهار، ۱۱ بامیان، ۱ ننګرهار، ۶ بادغیس،۴کندز،۱ بدخشان،۱ پروان، ۱ لغمان ۵ کونړ، ۲ پنجشېر او ۲ په کاپیسا ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په کابل او هلمند ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنه مړه شوي چې ۱۳ تنه یې یوازې په کابل کې دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۲۵ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۵۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۴۵۷۳ تنو ته پورته شوو.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني تیره ورځ وویل چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې له ۷۰سلنې څخه تر ۳۰ سلنې راټېټې شوې دي.

هغه ویلي چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي له پلوه اوس افغانستان په یو ښه حالت کې دی، خو ټينګار یې کړی چې خلک باید په لوی اختر کې د کرونا ویروس مخنیوي په اړه د روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعې تر ورځې جولای ۲۴مه (زمري ۳) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۳۳۴۲۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG