د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: تراوسه ۱۲۸۸ کسان د کروناوېروس له کبله مړه شوي دي


د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس اوس د کروناوېروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۳۶۰ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس اوس د کروناوېروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۳۶۰ ته رسېدلی دی.

روغتیايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۶ تنه په کروناوېروس اخته شوي او ۴ تنه نور لدې امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اګست ۳مه (زمري۱۳مه) ویلي چې د ۱۰۵ مشکوکو سمپلونو د معایناتو په ترڅ کې د ۳۶ کسانو نتیجه مثبته وتلې ده.

اوه په کابل، څلور په هرات، پنځه په بلخ او ۲۰ پېښې په غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس اوس د کروناوېروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۳۶۰ ته رسېدلی دی.

همدارنګه په تېره یوه شپه او ورځ کې په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه د کروناوېروس له امله مړه شوي دي. د مړو مجموعي شمېر ۱۲۸۸ رسېدلی دی.

چارواکي وايي چې په کابل ولایت کې ۴۷ تنه بېرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تراوسه شاوخوا ۱۸ مېلیون کسان په نړۍ کې په کروناوېروس اخته شوي دي او څه باندې ۶۸۹ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG