د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جانسن اینډ جانسن کمپنۍ د کرونا ضد واکسین وروستی پړاو پیل کړ


د جانسن اینډ جانسن د درمل جوړولو کمپنۍ یوه کارکونکې
د جانسن اینډ جانسن د درمل جوړولو کمپنۍ یوه کارکونکې

د امریکا د متحده ایالاتو د جانسن اینډ جانسن د درمل جوړولو سترې کمپنۍ د کروناویروس ضد واکسین د ازمایلو وروستی پړاو په امریکا کې پیل کړ او هیله یې وښودله چې د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ میاشت پورې به امریکایانو ته د دغه واکسین د رسولو لړۍ پیل کړي.

ددې کمپنۍ لوړپوړي ساینس پوه ډاکتر پاول سټوفلز د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په امریکا کې دننه ۶۰ زرو کسانو باندې سربیره، په ارجنتاین، برازیل، چیلي، کولمبیا، مکسیکو، پیرو او جنوبي افریقا کې د واکسین ازمایشي تطبیق پیل شوی دی.

ډاکتر سټوفلز وايي د جانسن اینډ جانسن کمپنۍ وروسته له هغې وروستي پړاو ته مخه کړه چې په متحده ایالاتو او بلجیم کې یې د لومړي او دوهم پړاو پایلې مثبتې وموندل شوې.

د درمل جوړولو ددې کمپنۍ د کرونا ضد واکسین څلورم عمده واکسین دی چې په امریکا کې پراخ دریم پړاو ته مخه کوي او پدې توګه د موډرنا، استرازینیکا او د فایزر او په جرمني کې میشت بیو ان تیک کمپنیو د هڅو مرحلې ته رسیږي.

ددغه ټولو څلورو کمپنیو هڅې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت د عملیاتي پلان لاندې کار کوي چې غواړي د کروناویروس ضد واکسین نوښتونه ګړندي شي او د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې ۳۰۰ میلیون ډوزه تائید شوی واکسین تولید کړي.

د جانسن اینډ جانسن د کمپنۍ ګټورتیا پدې کې ده چې د کرونا ضد یواځې یو ډوز واکسین یې کفایت کوي، پداسې حال کې چې د دریو نورو کمپنیو واکسینونه باید دوه ځلې وشي.

همداشان د یو ډوز واکسین ضرور نده چې په ډیر کنګل شوي حرارت کې وساتل شي چې پدې توګه په اسانه په پراخه کچه د واکسین په کمپاین کې ترې استفاده کیدای شي.

جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر باندې د جانسن اینډ جانسن کمپنۍ اعلان وستایه او ویې لیکل: «ستر خبر. څو سترې کمپنۍ عالي نتایج ترلاسه کړي. د امریکا د خوراکي توکیو او درملو اداره باید چټک حرکت وکړي.»

د هر واکسین د تولید وروستۍ اجازه د امریکا د خوراکي توکیو او درملو اداره ورکوي.

XS
SM
MD
LG