د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رسمي شمیرو له مخې ۳۹۲۶۸ تنه په کرونا اخته شوي


دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۶۸ ته ورسېد.
دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۶۸ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۴مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه سپټمبر ۳۰ (تله نهمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۴یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۶۸ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۸ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۷۸۹ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۳ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG