د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۶۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


 تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۲۹۷۷ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي
تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۲۹۷۷ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اکتوبر ۶ (تلې ۱۵) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۴ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۴۸۶ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو تن په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۶۷ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۲۹۷۷ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG