د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۲ تنه کرونا نیولي او څلور نور مړه شوي


په افغانستان کې ۳۳۵۱۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
په افغانستان کې ۳۳۵۱۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۲مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۵) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۲۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۲مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۴۰زرو ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۵ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۵۱۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۸ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG