د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۹۲۸ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۹۲۸ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۸مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تن مړ شوی دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۸ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۹۲۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو تن په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۰ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۳۰۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG