د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ تازه پېښو کې افغانستان کې پنځه کسان مړه شوي‌


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۲۸۷ ته پورته شوو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۲۸۷ ته پورته شوو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۷ مثبتې پېښې ثبت شوي او پنځه کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اکتوبر۱۹(تلې۲۸) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۲۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۷ یې مثبت ثابت شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۲۸۷ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۹۷تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۳۷۶۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو اوروسته نورې نړۍ ته هم وغځېدی.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG