د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۷۶۸ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۷۶۸ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه اکتوبر۲۴ (لړم۳) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۲۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۱ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۷۶۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل او ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۱۱تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۰۲۳ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۲ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG