د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۱ تنه کرونا نیولي او دوه نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۶۸۷ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۶۸۷ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه اکتوبر۲۰ (لړم۲) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۴۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۱ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۶۸۷ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په تخار او غزني کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۰۷تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۰۱۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۱ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG