د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۷۶ تنه نور په کروناویروس اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۵۰۱ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۵۰۱ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه نومبر لړمړۍ (لړم ۱۱) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۰۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۶ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۵۰۱ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د تیرې ورځې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله افغانستان کې له کرونا څخه ۱۵۳۶تنه مړه شوي دي.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۳۲۶ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۵ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG