د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۶ تنه نور د کرونا ویروس له امله مړه شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۶۴۹۹شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۶۴۹۹شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۸۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۶ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۳۰۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۸۳ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۴۹۹ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۳۵ کیږي یوازې په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۷۹تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۸۷تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۷۳۱ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG