د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۸۲ تنه کرونا نیولي، ۸ نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۹۸۸ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۹۸۸ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۸۲ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۸ تنو مړه کېدو خبر وکری دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه نومبر ۲۳ (لېندۍ دریمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۲۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۸۲ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۹۸۸ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۸۷ کیږي یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۹۵تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۵۹۷۶ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۵۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG