د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۳۲ تنه کرونا نیولي، ۶ نور مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او شپږ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه ډسمبر څلورمه (لېندۍ۱۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۴۹مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۳۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۷۳۸۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په درې ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۴۷تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۴۵تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۷۳۴۷ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG