د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۸۰ تنه کرونا نیولي،۱۷ نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۵۳۶ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۵۳۶ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۸۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه ډسمبر ۱۹ (لېندۍ ۲۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۲۳مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۸۰يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۵۳۶ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۷تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۵۴ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۷۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۷۹۹ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG