د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۵۴ زرو واوښت


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۰۶۲ ته پورته شوو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۰۶۲ ته پورته شوو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۸۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۴ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۸۴مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۸۱ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۰۶۲ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۴۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۰۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۵۸۶۸ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلورو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۴ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG