د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۲۷۸ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۲۷۸ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۳۷مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۳۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۹۷مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۳۷ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۲۷۸ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۵۴ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۴۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶۵۵۴ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۴ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG