د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۶ تنه کرونا نیولي، ۴ ناروغان مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۰۲ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۰۲ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او څلورو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۳۷ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۰۲ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۱۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۶۷ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۱۰۹ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG