د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ څه باندې ۳۵زره افغان روغتیايي کارکوونکي واکسین شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین لګولو بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه پيل شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین لګولو بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه پيل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دامهاله په دغه هیواد کې ۳۵۵۶۲ تنو روغتیايي کار کوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکړل شوی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) ویلي چې یاد کسان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې واکسین شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د رسنیو ۴۳۳ کار کوونکو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسین ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین لګولو بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.

هند د لومړي ځل لپاره روانه میاشت له افغانستان سره د ۵۰۰زره ډوزه کرونا واکسین مرسته وکړه چې د روغتیا وزارت په وینا ۲۵۰زره کسانو ته به ولګول شي.

بلخوا تیره ورځ یونیسف هم د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د کواکس پروګرام په همکارۍ له افغانستان سره د کروناویروس ۴۶۸۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته وکړه.

پر همدې مهال د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د کرونا له پيل څخه بیا تر دامهاله د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۹۸ ته پورته شوو.

همدارنګه په دغه هیواد کې ۲۴۵۱ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي او ۴۹۴۰۹ تنه بیرته روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG