د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۷۳۶۴ ته لوړ شو.
په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۷۳۶۴ ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې ۱۲۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اپرېل ۱۲ (وري ۲۳) ویلي چې په تیرو ۲۴ساعتون کې د کرونا ویروس د ۲۲۸۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۲۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په غه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۷۳۶۴ ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شو، خو د تیرو معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۲۵۲۹ تنه د کرونا له امله مړه شوي دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې ۵۲۰۰۵ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا دجانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۲ میلیون کسان نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG