د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۷۶ تنه تازه په کرونا خته شوي او پنځه مړه شوي


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې ۷۶ کسان په کروناویروس اخته شوي او پنځه کسه نور له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي شمیرو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمیر څه باندې ۵۷زرو ته پورته شوی او دوه زره او ۵۲۱ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې د کروناویروس تازه مثبتې پېښې په ۱۴ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همداشان د دغه وزارت معلومات ښيي چې په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه شاوخوا ۵۲زره کسان له دغې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

په عین حال کې افغان چارواکو د پوهنتونونو په کچه د کروناویروس د واکسین د تطبیق خبر ورکړی دی.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر وویل چې دا بهیر له کابل پوهنتون څخه پیل شوی او د دغه هېواد نورو پوهنتونونو ته به هم وغځول شي.

ښاغلي بصیر وویل چې په لومړي سر کې به د ټولو پوهنتونو استادانو ته واکسین وشي او له هغې وروسته به دا واکسین محصلینو ته هم ورکړل شي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۳۳میلیونه او ۲۷۰زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۸۹۱زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG