د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا په تازه پېښو کې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۸۸۴۳ ته ورسېد.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۸۸۴۳ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۳ مثبتو پېښو ثبتېدو او لسوکسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه اپرېل۲۴(غوايي ۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۳۷ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۱۳ یې مثبت او پاتې منفي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۸۸۴۳ ته ورسېد.

همدارنګه په تېره شپه او ورځ کې لس تنه له کرونا څخه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو ناروغانو شمېر ۲۵۸۲ ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲۳۹۱ ته زیات شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

XS
SM
MD
LG