د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا د دریمې څپې ګواښ؛ ۱۹۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي


کروناویروس کووید۱۹ Coronavirus covid-19 afghanistan
کروناویروس کووید۱۹ Coronavirus covid-19 afghanistan

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کروناویروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالي ته په اشارې وايي چې افغانستا د دغه ویروس د دریمې څپې له ګواښ سره مخ دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غويي دویمه) امریکا غږ ته وویل چې د کروناویروس د دریمې څپې د مخنیوي لپاره باید افغانان په جدي ډول روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

هغه زیاته کړه: "د اوس لپاره موږ د کرونا په دریمې څپې کې نه یو، د مثبتو پېښو کچې ته چې ګورو په داسې حد کې نه دي چې ووایو د کرونا دریمه څپه پیل شوې ده...خو د دریمې څپې تر ګواښ لاندې یو".

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په ۱۹ کې د کروناویروس د ۱۹۶ تازه مثبتو پېښو د ثبتولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت راپور ښيي چې په دې موده کې څلور کسه د کروناویروس له امله مړه شوي هم دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمیره ۵۸زره او ۵۴۲ ته رسېدلې چې له دې شمېرې ۲۵۶۵ کسه مړه شوي او ۵۲زره ۳۴۸ کسه بېرته ښه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولنې نړۍ ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې تراوسه په نړۍ کې کابو ۱۴۴ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۹زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG