د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۰۶ تنه کرونا نیولي ۷ ناروغان مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۹۵۷۶ ته پورته شوو.

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۰۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه اپرېل۲۸ (غويي ۸) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۸۷۷ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۲۰۶ یې مثبت و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۹۵۷۶ ته پورته شوو.

همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره هم په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۱۸ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه د ۱۸۰ ناروغانو د بیرته ښه کېدو خبر هم ورکړی دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG