د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ 'افغانان دې هند ته له غیر ضروري سفر نه ډډه وکړي'


په هند کې د کرونا ویروس خطرناکه څپه د پراخېدو په حال کې ده
په هند کې د کرونا ویروس خطرناکه څپه د پراخېدو په حال کې ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په داسې حال کې چې په هند کې د کرونا ویروس تازه او خطر ناکه څپه د پراخېدو په حال کې ده افغانان باید دغه هیواد ته له اړتیا پرته سفر څخه ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه اپرېل ۲۷ (غوايي ۷) ویلي چې په هند کې مېشت افغانان دې په دې برخه کې د ستونزې د مخامخ کېدو په صورت کې په هغه هیواد کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "لکه څنګه چې په هند کې د کرونا ویروس تازه خطرناکه څپه د پراخېدو په حال کې ده او هندي چارواکو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د قرنطین او تګ راتګ تازه محدودیتونه هم لګولي دي، نو د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغانانو څخه غواړي چې هند ته له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې له هند او یا نورو بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته را ستنېدونکي افغانان باید له ځان سره د کرونا د (PCT) ټست ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري ډول د پراخېدو په حال کې دی.

تیره ورځ د افغانستان د روغتیا وزارت هم وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د نوي څپې خپرېدو مخنیوي لپاره باید له هند سره پروازونه بند او له پاکستان او ایران سره دي تګ راتګ محدود شي.

د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وویل چې په دې اړه خپل وړاندیزونه به د حکومت له مشر تابه او امنیت شورا سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG