د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۱۰ تنه مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۴۲ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او لس نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۴۹۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۴۲ یې مثبت وو.

تر نورو ډېرې پېښې په کابل کې ثبت دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۶۵۷۲۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لسو تنو ناروغانو په مړه کېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۰۲ ته ورسېد.

په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۹۶ ناروغان بېرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۵۰۰۰ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۱۵۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۳ میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG