د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۷۵۴ تنه کرونا نیولي، ۷۲ ناروغان مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۷۵۴ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷۲ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۱۳۵ مشکوکو سمپلونو معاینات یې کړي چې ۷۵۴ یې مثبت و.

د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۱۳۶۶۴۳ او له کرونا ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۵۹۲۱ ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې۱۲۶۳کسان بیرته له کرونا ویروس څخه روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتوو په اساس څه باندې ۱۸۷ میلیون او ۲۵۰زره کسان کرونا نیولي او څه باندې څلور میلیون کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG