د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۶۷ نور ناروغان مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۷۵ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۶۷ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۷۱۷ مشکوکو سمپلونو معاینات یې کړي چې ۱۰۷۵ یې مثبت و.

د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۱۳۴۶۵۳ او له کرونا ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۷۹۱ ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۸۵۱ کسان بیرته له کرونا ویروس څخه روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتوو په اساس څه باندې ۱۸۶ میلیون او ۵۴۴زره کسان کرونا نیولي او څه باندې څلور میلیون کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG