د لاس رسي وړ اتصالات

هند کي د 'کوچني کابل' سیمې افغان سوداګر وايي کاروبار یې په ټپه درېدلی


د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د پروازونو درېدو، په افغانستان کې بحراني وضعیت او د افغان پېرونکو کمښت د نوي ډیلي یوه سوداګریزه سیمه، چې په کوچني کابل مشهوره ده، ځپلې ده.

په کوچني کابل کې د دوکانونو څښتنان زیاتره افغانان دي او وايي چې کاروبار یې په ټپه درېدلی دی.

د طالبانو د حاکمیت او ناامنیو له امله په زرګونو افغانان هند ته کډوال شوي دي. د پلازمېنې، نوي ډيلي، لاجپت نګر، یوه له هغو سیمو ده، چیرې چې دغه افغان کډوال اوسېږي.

د افغان سیلانیانو له ګڼې ګوڼې ډکې سوداګریزې سیمې د کرونا وبا او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له امله اوس خالي شوي او د تاوان سره مخ دي.

د یوه رسټورانټ کارکوونکی صدیق الله وايي: " پخوا به مو هره ورځ لږترلږه ۱۰۰۰۰ هندۍ کلدارې عاید درلوده، خو اوس یوازې دوه زره کیږي"

صدیق الله وايي د کوچني کابل (لاجپت نګر) رسټورانټونه، درملتونونه او دوکانونه هند ته پر راتلونکو افغانانو تکیه دي او د افغان سیلانیانو د شمېر د کمېدو له امله ددې سیمې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوېدي.

صدیق الله زیاتوي چې دوه زامنو یې پخوا کار درلود، خو د کرونا وبا له امله اوس بې روزګاره شوي او د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن شوي دي.

د فریدې خیرخواه په نامه یوه افغان مېرمن چې د خپلو څلورو کوچنیانو سرپرستي کوي، په افغانستان کې د ناامنیو له امله، په ۲۰۱۶ کال کې نوي ډهلي ته کډواله شوې ده.

د مېرمن خیرخواه په خبره، په کوچني کابل کې استوګنې د خپلو ریښو سره د اړیکو او د نوموړې اولادونو ته د افغاني خوړو، هنرونو، او روزنې او خپل هیواد سره د نږدې پاته کېدو زمینه برابره کړې ده.

مېرمن خیرخواه اوس د لاسي صنایعو د یوه مرکز چارې سنبالوي چې د ځان په څېر نورو سره هم مرسته وکړي چې خپل دودونه وپالي.

XS
SM
MD
LG