د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان قالین اوبدونکو د پانګې جلبولو نوې هڅې


د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي چې په لسګونو زره افغانان په پاکستان کې د قالینو د اوبدلو په صنعت کې په کار بوخت دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي چې په لسګونو زره افغانان په پاکستان کې د قالینو د اوبدلو په صنعت کې په کار بوخت دي.

افغان پانګوال وايي، د څوارلسو کلونو راهېسې کومې ستونزې چې د خصوصي سکټور په وړاندې پرتې وې، لا هم شته دي، د ملي یووالي او تېر حکومتونو ژمنې عملي شوي ندي او دغه ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

افغان پانګوالو چې له اجرائيه رئيس او نورو اقتصادي وزیرانو سره نن د پانګونې په وړاندې د پرتو ستونزو د مطرح کولو په یو کنفرانس کې ګډون کړی و، د پاکستان له لوري په افغان قالین اوبدونکو د لسو کلونو د ماليې معافیت د افغانستان لپاره بد خبر وګاڼه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مدیره هئيت مرستیال خانجان الکوزي وویل پاکستان درې ورځې وړاندې په هغو قالین اوبدونکو لس کلنه مالیه او ټکس معاف کړی دی، چې په پاکستان کې د قالینو په صنعت بوخت دي.

خانجان الکوزي وویل "د قالین بافۍ لس زره کارګاه وې دي، په پېښور کې دي، په کراچۍ، لاهور، کوته او ګوجرانواله کې، په سلګونو افغانان پدغو کارګاوو کې مصروف وو، له دې سره زمونږ افغانانو د قالین بافۍ ظرفیت لاړ هلته".

خانجان الکوزي وویل چې افغان پانګوال تیار دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو چې د دولت له خوا حمایه شي، هغه په څرګنده وویل چې د دولت له خوا نه حمایه کیږي، بلکې په پانګوالو ځمکې پلورل کیږي او اداري فساد نه یوازې چې د ملي یووالي په حکومت کې له منځه تللی دی، بلکې اوج ته رسېدلی دی.

د پانګوالو امنیت

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو وار بیا په افغان حکومت غږ وکړ، چې پانګوالو ته امنیت مهیا کړي، ددې ادارې مرستیال وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سل پانګوال یا یې د کورنۍ غړي تښتول شوي دي، یوازې په هرات کې تېر کال ۳۰ پانګوال یرغمل کوونکو تښتولي دي.

خانجان الکوزي وویل "مونږ له انتحاري حملو نه ویره کې نه یو، زمونږ وینه د نورو افغانانو په شان ده، خو چې په ښار کې تښتول کیږو نو بیا د حکومت وظیفه ده چې د سوداګرو امنیت وساتي، دا خو ستاسې وظیفه ده".

په ایران د بندیزو لرې کېدل

افغان پانګوال وايي، په ایران د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل په افغانستان هم ښه او هم بد تاثیر غورځولی شي.

پانګوالو وویل چې له ایران سره په ګاونډ په هرات کې په سلګونو فابرېکې که د ایران نه د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو دا فابرېکې به فلج شي.

د ماليې را غونډول

افغان پانګوالو پدغه کنفرانس کې د سږني کال د ماليي د را غونډولو له هدف د زیاتې ماليي له را غونډولو خوښي وښوده، خو وې ویل چې دا ماليي د اداري فساد د راکمولو له امله نه بلکې د خلکو له جیبو را غونډه شوې ده.

سږ کال ۱۲۰ ملیارده افغانۍ مالیه را غونډه شوې ده، پداسې حال کې چې ۱۱۴ ملیارده افغانۍ په پام کې وه چې را غونډه شي.

پانګوالو وویل چې دا ماليه پدې خاطر زیاته را غونډه شوې ده، چې متوسطه تعارفې لوړې تللي دي، د اوسني حکومت د متوسطې تعارفې کچه ۱۶ فیصده ده، پداسې حال کې چې د تیر حکومت په وخت کې اته په سلو کې وه.

له خصوصي سکټور سره مرسته

افغان پانګوالو له افغان چارواکو په تېر بیا له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وغوښتل چې نور دې عملي ګامونه واخلي، دوی وویل چې افغان صنعتکاران له ۲۱ نه ۲۷ قلمه پورې تولیدات لري، خو د افغان دولت په قراردادونو کې له دغو تولیداتو ګټه نه اخېستل کیږي.

دوی په هغو هوايي ډګرونو کې چې اوس خصوصي سکټور ته سپارل کیږي، غوښتنه درلوده چې دا ځایونه دې افغان پانګوالو ته ورکړل شي.

بل لورته اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بیا وویل چې حکومت هڅه کوي ترڅو د پانګونې په تړاوو په قوانینو کې اسانتیاووې راولي هغه ژمنه وکړه چې عملي ګامونه به اخلي او د پانګوالو د تېرو څوارلسو ستونزو ته به حل پیدا کوي او عملي ګامونه به اخلي.

افغان پانګوال وايي، چې په تېرو وختو کې یې هم د پانګونې په تړاوو غونډې کړي دي، ولې ستونزې یې ندي اوارې شوي.

XS
SM
MD
LG