د لاس رسي وړ اتصالات

د کارول شویو پلاستیکي بوتلونو نه کثافت دانۍ جوړې شوي


په کابل کې یو مدني بنسټ د کارول شویو پلاستیکي بوتلونو څخه کثافت دانۍ جوړې کړي او د ښار په ځینو پارکونو او تفریحي ځایونو کې اېښودلي دي.

دا نوښت “د افغانستان د نوي نسل” موسسې دی او ګڼو رضا کارو ځوانانو د دې کثافت دانیو په جوړولو کې برخه اخیستلې ده.

د نوموړي ټولنیز بنسټ چارواکي وايي په اوله کې دوی له کابل ښار نه ۱۰۰۰ استعمال شوي پلاستیکي بوتلونه راټول کړل بیا یې ترې کثافت دانۍ جوړې او د ښار په ځینو پارکونو کې یې کېښودلې.

د نوي نسل د ټولنیز بنسټ کارکوونکي کثافت داني ږدي.
د نوي نسل د ټولنیز بنسټ کارکوونکي کثافت داني ږدي.

د بنسټ رییس الیاس اعلمي وايي د دې کار موخه دا ده چې ځوانان خپله د ټولنې په ټولو چارو کې مسوولیت واخلي: "کله چې خالي بوتلونه په چاپیریال کې وغورځول شي نو د نورو خځلو سره یو ځاې او په یو غټ روغتیایي ناورین بدلېږي نو ځکه مو وغوښل چې د دغو خځلو د راټولولو لپاره کثافت دانۍ جوړې کړو. دغه کثافت دانۍ چاپېریال په پاکولو کې مرسته کوي او تر ډېر وخت پورې ترې کار اخیستل کېدای شي."

د هر کثافت دانۍ په جوړولو کې تر ۱۳۰ کارول شويو بوتلونو نه کار اخیستل شوی دی.

تر اوسه لس دا ډول کثافت دانۍ د یاد بنسټ ځوانانو له خوا جوړې شوي او د کابل ژوبڼ، د ځاځي آریوب پارک او داسې نورو پارکونو په انګړونو کې اېښودل شوي دي.

په کابل کې د نوي نسل د مدني بنسټ کارکوونکي
په کابل کې د نوي نسل د مدني بنسټ کارکوونکي

د کابل ښاروالۍ ویاند وايي د ښار په تنظیف کې چې هر څوک ونډه اخلي دوی یې ستاینه کوي.

د کابل ښار د نفوس په اړه تر اوسه کومه رسمي سروې نده شوې خو ویل کېږي چې شاوخوا ۵ میلیونه کسان په دې ښار کې ژوند کوي. ښاروالۍ د ښار په پاک ساتلو کې هر کله د خلکو مرسته غوښتلې خو ځینې ښاریان بیا د ښار اوسېدنې اصول سم نه مراعتوي له همدې امله ده چې د ښار په ځینو برخو کې په لارو خځلې لیدل کیږي.

“د افغانستان د نوي نسل” ټولنه وايي غواړي په راتلونکي کې ګڼې نورې کثافت دانۍ هم د کارول شویو بوتلونو نه جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG