د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د پولیو یوه بله پیښه ثبت شوې ده


 په روان عیسوي کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر۱۸ پیښو ته رسیدلی دی
په روان عیسوي کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر۱۸ پیښو ته رسیدلی دی

د هلمند په ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې یوه شپږ نیمه کلنه انجلې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د کتلوي معافیت د څانګې مشر ډاکټر عبدالاحد حازم امریکا غږاشنا راډیو ته وویل چې دپولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دا مثبته پیښه د دغه ولایت د نهرسراج د ولسوالۍ د باکزیو په کلي کې دوی ثبت کړې ده.

ډاکټر حازم په دغه پیښه حیرانیتا وښوده ویې ویل چې دغې ماشومې په وخت د پولیو ضد واکسین هم اخیتسی و.

ډاکټر حازم وویل " لومړی خو دا تر هغه هدف چې موږ ته ټاکل شوی د لوړ عمرماشوم دی یعني د شپږنیمو کالو دی، او موږ د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانوته واکسین ورکوو، بل څېړنې کوو چې د دې مثبتي پېښې اصلي عامل پیدا کړو چې ایا دا ماشومه بل ځای ته تللی او که نور څه ؟ " .

تر دې وړاندې د روان میلادي کال په پيل کې د هلمند ولایت د خانشین په ولسوالۍ کېد پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې وه.

د افغانستان جنوبي ولایتونو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونسیف د واکسین د همږغۍ د چارو مسئول سید کمال شاه عارف امریکا اشنا رادیو ته وويل، دا پېښه دوی ته هم حیرانونکې ده او روغتیايي ټیمونه تحقیق کوي چې معلومه کړي په دغه عمر کې او د واکسینونو تر بشپړولو وروسته ولی دغه ماشومه د پولیو په ناروغۍ اخته شوی ده.

بلې خوا د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عنایت الله غفاري امریکا اشنا رادیو ته وويل، چې د هلمند په ولایت کې نا امني د پولیو د کمپاینونو د ترسره کولو پر وړاندې اساسي ستونزه ده.

ډاکټر غفاري وویل چې ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې روانې نښتې، ځمکني ماینونه اود کورنیو د عامه پوهاوي د کچې ټيټ والی هغه عوامل دي چې د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د واکسین په برخه کې عمده خنډونه را ولاړوي .

د دغې نوې پیښې سره په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر۱۸ پیښو ته ورسیده.

په روان کال کې په هلمند کې د پولیو دوه پیښې، په فراه کې څلور په ننګرهار کې اته او په کونړ، فاریاب، هرات او نیمروز کې د پولیو یوه، یوه پیښه تراوسه ثبت شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG