د لاس رسي وړ اتصالات

مستغني: مسقط کې د تیرو غونډو د ژمنو پرعملي کولو خبرې کیږي


د څلوراړخیزو غونډو د لړۍ وروستۍ یې د تیر عیسوي کال د می په میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د څلوراړخیزو غونډو د لړۍ وروستۍ یې د تیر عیسوي کال د می په میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د عمان پایتخت مسقط کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د متحده ایالاتو استازي د افغان حکومت او د دغه حکومت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې په مسله د خپلو تیرو څلوراړخیزو غونډو په دوام خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د افغانستان له اړخه به په دې غونډه کې د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یو پلاوی چې د سولې د عالي شورا د دارالنشا رئیس محمد اکرم خپلواک هم په کې برخه لري ګډون وکړي.

ښاغلي مستغني وویل " دا غونډه یو ځل بیا جوړیږي، لکه چې وړاندې مې وویل په کې د تیرو ژمنو د عملي کیدو لپاره به ځانګړي اهداف وټاکل شي او هم به دغو اهدافو ته د رسیدلو لپاره لارې وټاکل شي ".

افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د څلوراړخیزو غونډو وروستۍ غونډه د تیر عیسوي کال د می په میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د دغو غونډو لړۍ وروسته له هغې بنده شوه چې افغان حکومت پر پاکستان تور ولګوه چې په دې غونډو کې یې په کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي، چې د دې غونډو د بیا پیالیدو پریکړه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې له هڅو څخه د پاکستان د ملاتړ د څرګندولو وروسته شوې ده.

ښاغلي مستغني وویل " د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره ډیره مهمه مسله د ژمنو عملي کیدل دي، د دې لپاره چې په تیر وخت کې ډیرې ژمنې وشوې، په ځانګړي ډول د څلوراړخیزو غونډو د ډلې په ناستو کې، د لارې نقشه رسم شوه، د دې لپاره چې اوس پاکستان د سولې له بهیر څخه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت او هم د تروریستي ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو په برخه کې نوې ژمنې لري ".

ښاغلی مستغني وايي چې اوس د دې وخت دی چې پاکستان په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو د پناه ځایونو پر وړاندې جدي اقدمات وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دې دا ګڼي چې اوس د پخوا پرتله حالات بدل شوي او دې هیله لري چې پاکستان به د سولې په برخه کې افغان حکومت سره لازمه همکاري وکړي.

مولوی اوچقون د څلوراړخیزو غونډو لپاره د عمان پایتخت مسقط غوره کول هم مهم وګڼل او ویې ویل چې دا هیواد د سیمې، منځني ختیځ، امریکا او اروپايي هیوادونو سره ښې اړیکې لري.

ښاغلي اوچقون وویل " یو اسلامي هیواد هم دی، د همدې له امله دا ویلی شم چې د څلوراړخیزو غونډو د جوړیدلو لپاره د عمان غوره کول یو ښه انتخاب دی ".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا امریکا غږ ته ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله میرمن تهمینه جنجوعه د مسقط په خبرو کې د پاکستان د پلاوي مشري کوي او هغه نن د اسلام اباد څخه عمان ته روانه شوې ده.

XS
SM
MD
LG